Jump to content

طهماسب (اول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تر ۱۳:۱۰, ۱۶ جولای ۲۰۲۴ پورې شته مخليدنه، د Subhan Ahmad KDR (خبرې اترې | ونډې) (Created by translating the opening section from the page "Tahmasp I") لخوا ترسره شوې
(توپير) ← زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | ← نوې بڼه (توپير)
لومړی تهماسب
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۲ فبروري ۱۵۱۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۴ مې ۱۵۷۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Qazvin (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
poison (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
ژبې
دنده
sovereign (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
دین

طهماسب اول ( په پارسي ژبه: طهماسب یکم ; 22 فبروري 1514 - 14 می 1576) د 1524 څخه تر 1576 پوري په پارس کي د صفوي ترک دولت دویم واکمن وو. نوموړی د شاه اسمعیل اول او تاجلو خانم زوی وو.

طهماسپ د ۱۵۲۴ کال د می په ۲۳ نیټه د خپل پلار له مړیني وروسته واک ته ورسېدی، او د واکمنۍ لومړۍ کلونه یې تر ۱۵۳۲ پوري د قزلباش مشرانو په کورنیو نښتو او اختلافاتو کي تېر سوه. طهماسب تر واک لاسته راوړلو وروسته ډیر ژر د عثماني امپراتورۍ په وړاندي د یوې اوږدې جګړې سره مخ سو، چې په دریو پړاوونو رامنځ ته سوه. عثماني سلطان سلیمان عالي هڅه کول ترڅو خپل کسان د صفوي ځایناستي وګرځوي، خو طهماسب ددې کار مخالف وو او دجګړې په پایله کي یې چي د پارس په ماته باندي تمامه سول، په 1555 کي د اماسیا د سولي د تړون پر اساس عراق، د کردستان ډیره برخه او لویدیځ جورجیا عثمانیانو ته پرېښودل. طهماسپ د بخارا له ازبکانو سره هم د افغانستان پر سر شخړه درلوده او څو ځله یې پر هرات بریدونه وکړل. نوموړي په ۱۵۲۸ زیږدیز کال کي د څوارلس کلنۍ په عمر د جام په جګړه کي د توپخانې په کارولو سره ازبکانو ته ماته ورکړه.

طهماسب پخپله واکمنۍ کي د هنرونو سرپرست او همدارنګه یو تکړه انځورګر وو، چي د همدغه میني له کبله یې د انځورګرانو، خطاطانو او شاعرانو لپاره د هنرونو شاهي ماڼۍ جوړه کړه. لږ وخت نه وو تېر سوی چي د واکمنۍ په جریان کي یې بیرته د شاعرانو سپکاوي ته مخه کړه، او ډیری یې د هند مغل دربار ته په تیښته مجبوره کړل. طهماسب په پارس (اوسني ایران) کي د خپلي مذهبي تقوا او د اسلام د شیعه څانګي لپاره د زړورتیا یو سمبول پیژندل کیږي. نوموړي په 1544 کي د مغل امپراتور همایون څخه وغوښتل چي په هند کي د خپل تخت د بیرته ترلاسه کولو لپاره د نظامي مرستي په بدل کي شیعه مذهب ته واړوي، همدارنګه یې د عثماني مسلماني امپراطورۍ پر ضد له اروپایي دولتونو لکه وینس او هابسبورګ سره هم اړیکي ټينګي کړې او هغوی یې د سني مسلمانانو په وړاندي خپل دوستان وګرځول.

په 1576 کال کي د طهماسب له مړیني سره سم صفوي واکمني له خونړیو اختلافاتو او کورنیو جګړو سره لاس او ګرېوان او لوی شمېر کسان یې ووژل سوه. د طهماسب نږدې دوه پنځوس کاله واکمني د صفوي د کورنۍ د نورو غړو په پرتله تر ټولو اوږده واکمني ګڼل کیږي، او په یاده دوره کي د پارس له لوري مسیحیانو او اروپایانو ته لوی شمېر امتیازات ومنل سوه.