Jump to content

براء بن عازب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
براء بن عازب
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۶۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۶۹۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Kufa (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
muhaddith (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
دین
اړين معلومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د
صحابهAnsar (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

ابو عمارة البراء بن عازب الانصاري (چې په ۷۲ هجري کي وفات سوی دی) د رسول الله صلی الله [۲] وسلم په فتوحاتو او د عراق او فارس په فتوحاتو کي ګډونوال او د علی بن ابی طالب سره په جمل او صفین جګړو کي برخه اخیستونکی مشهوره انصاري صحابي وو، چي له مدیني منورې سره یې تړاو درلود.

ژوندلیک

[سمول]

براء بن عازب په مدینه منوره کي زیږیدلی او په ځوانۍ کي یې اسلام قبول کړ. د نوموړي پلار عازب هم د حضرت محمدﷺ له اصحابو څخه ګڼل کیږي. د براء د مور نوم حبيبه بنت ابي حبيبه وو، خو ځیني روایتونه وایي چي مور يې ام خالد بنت ثابت بن سنان نومېدل چي د ابو سعيد الخدري د تره خور وه. د روایتونو پر اساس براء د بدر په مشهوره غزا کي له حضرت محمدﷺ څخه د ګډون غوښتنه کړې وه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوموړي د لږ عمر له خاطره دئ پرېښود چي له همدې امله یې د بدر څخه ماسېوا د حضرت محمدﷺ سره په شاوخوا 15 غزاګانو کي ګډون وکړ.

د حضرت محمدﷺ تر رحلت وروسته براء بن عازب د عراق او پارس په فتوحاتو کي ستره ونډه درلوده، چي تر دغي ونډي له پای ته رسېدو سره یې په کوفه کي ژوند غوره کړ. په راشده خلافت کي د حضرت عثمان تر شهادت وروسته براء د علي بن ابي طالب په لښکر کي شامل سو او د جمل، صفین او النهروان په جګړو کي یې له هغه سره ملګرتیا وکړه. [۳] [۴]

د اسلامي تاریخونو پر بنسټ براء بن عازب نژدې اتیا کاله ژوند وکړ او په 690 زیږدیز کال کي د مصعب بن زبیرؓ د خلافت پر مهال وفات سو.

  1. ذکر کېدنه: عربي ويکيپېډيا. اثر ژبه: Modern Standard Arabic.
  2. الخطيب البغدادي. تاريخ بغداد. الأول. دار الكتب العلمية. مخونه 177. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named أسد
  4. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named الإصابة2