د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ورښتونو او توپانونو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۴۷ ته رسېدلی


د جولای پر ۱۵مه په جلال اباد او اړوند ولسوالیو کې له سخت توپان سره پر یو وخت شدیده ږلۍ او او ډېر باران شوی دی.
د جولای پر ۱۵مه په جلال اباد او اړوند ولسوالیو کې له سخت توپان سره پر یو وخت شدیده ږلۍ او او ډېر باران شوی دی.

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې طالب چارواکي وایي، د جولای پر ۱۵مه په هغه ولايت کې د توپانو او ورښتونو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۴۷ او د ژوبلو شمېر ۳۵۰ ته رسېدلی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر مولوي سیف الله خالد ویلي چې مرګژوبله تر ډېره په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

نوموړي ویلي چې د اورښتونو، توپانونو او سېلابونو په نتيجه کې شاوخوا ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي، د برېښنا ۶۰ پایې چپه شوي او پر سلګونه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان د جولای پر ۱۶مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې اغېزمنو سیمو ته د مرستو او روغتیايي کارکوونکو د رسېدو او له نړیوالو ادارو سره يې د همغږۍ خبره هم کړې ده.

تر دې وړاندې د ننګرهار د رسنیو دفتر په یو خبرپاڼه کې ویلي‌ وو چې د جولای ۱۵مې مازیګر شاوخوا څلور بجې په جلال اباد او اړوند ولسوالیو کې له سخت توپان سره پر یو وخت شدیده ږلۍ او او زښت زيات باران وشو.

خبرپاڼه زیاتوي‌ چې د هغې ورځې تر ماښامه د ننګرهار سیمه ییز روغتون او بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون ته ۳۵ مړي او ۲۳۰ ټپيان ور وړل شوي ول.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس له خوا په خپره کړې یو ویډیو کې ښکاري چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په یوه کلي کې یوازې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي تر خاورو لاندې شوي.

یو کس وايي، "دا د سره رود، مستي خېل ساحه ده. په یوه کورنۍ کې تقریباً ۱۱ کسان دي. د شهیدانو خبر تر اوسه نه لرو ځکه تر خاورو لاندې دي."


د طالبانو حکومت ویلي چې د دې ناورین د زیانمنو د لاسنیوي او د خلکو د ژغورنې لپاره یې خپل امکانات په کار اچولي دي.

د افغانستان د کرکټ نومیالي‌ لوبغاړي راشد خان هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي‌، "په ننګرهار او د هېواد په نورو برخو کې د بارانونو له کبله د ګرانو وطنوالو د شهادت او زخمي کېدو خبرونو خواشینی او په زړه مات کړی یم."


د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی وو چې د جولای پر ۱۵مه او ۱۶مه به د افغانستان په لږ تر لږه ۱۲ ولایتونو کې شدید باران او سخت بادونه وي چې ورسره د سېلابونو اټکل هم شوی دی.

ننګرهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو وو چې په کې د سختو بادونو او اورښتونو وړاندوینه شوې وه.

د ننګرهار تر څنګ په کونړ او په پنجشېر کې هم د جولای پر ۱۵مه له سهار وختي سېلابونه راغلي چې خلکو ته یې مرګژوبله رسولې او مالي تاوانونه یې هم ور اړولي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په کونړ ولایت کې لږترلږه پنځه کسان په سېلابونو کې مړه شوي دي. په پنجشېر کې بیا د سختو سېلابونو له کبله د څو سیمو پلونه او پلچکونه اوبو وړي او کرنیزې ځمکې او کانالونه وران شوي دي.

په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې بې ساري بارانونه شوي دي. له دې ولایتونو څخه بغلان تر ټولو زیات ځپل شوی وو چې سېلابونو پکې سلګونه کسان مړه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ورانه کړې او فصلونه یې له منځه وړي ول.

ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو ځپلي‌ خلک چې له وړاندې له لوږې او بېوزلۍ سره مخ ول، لا اغېزمن کړي او له زیانمنو سره د مرستو لپاره لا زیاتې بودیجې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیو اېف پي" ویلي، افغانستان چې په ټوله نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو له کبله شپږم زیانګالی هېواد دی، له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د کال تر پایه ۶۱۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG