Jump to content

بريکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بريکس
اړوند
په نامه د
  لړۍ...
عامه معلومات
عمومي معلومات
اړين معلومات
التوسعة
  • ۲۰۱۰
  • ۲۰۲۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مهمې پېښې
نور اړين مالومات
برخې

بريکس(په انګلیسي: BRICS)د هېوادونو د يوې ډلې نوم دی چې مشري یې د مخ پر ودې اقتصادي قدرتونو لخوا رهبري کیږي، او سرلیک یې د هماغه هېوادونو د لومړيو تورو له يوځای کولو څخه جوړ شوی دی، چې برازیل ، روسیه ، هند ، چین او سوېلي افریقا دي. [۴] په لومړي سر کې د دې ډلې نوم بريک و، خو وروسته له هغه چې سوېلي افریقا په دې ډله کې شامله شوه، نو نوم يې په بريکس بدل شو. د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۴ مه اعلان شو چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به شپږ نور هېوادونه ارجنټاین ، اېتوپیا ، متحده عربي امارات ، ایران ، سعودي عربستان او مصر په دې ګروپ کې شامل شي. [۵] د بریکس بنسټ اېښودونکو هېوادونو برازیل ، روسیې ، هند او چین په ۲۰۰۹ کال کې په یکاترینبورګ کې خپله لومړۍ غونډه وکړه. سوېلي افریقا یو کال وروسته په ۲۰۱۰ زېږديز کې له دې سازمان سره یوځای شوه.[۶][۷]

مصر ، اېتوپیا ، ایران او متحده عربي امارات هم د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه له دې سازمان سره یوځای شول. [۸] [۹] د ارجنټاین نوی حکومت چې مشري یې جاویر میلي کوي، د بریکس غړو هېوادونو مشرانو ته یو لیک واستاوه او د دې نړیوال سازمان له غړیتوب څخه ووت. [۱۰] سعودي عربستان د۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د بريکس سازمان سره یوځای نه و، مګر څو ورځې وروسته یې اعلان وکړ چې لاهم د یوځای کېدو اختیار په پام کې نیسي.[۱۱]

که څه هم د بریکس ګروپ پنځه بنسټ اېښودونکي هېوادونه ټول د مخ پر ودې هېوادونو یا مخ پر ودې اقتصادونو په کټګورۍ کې دي، دوی په عمومي ډول د چټکو او پراخو اقتصادونو او په نړیوالو او سیمه يیزو چارو کې د اغېزمن نفوذ له امله د نورو هېوادونو څخه توپیر لري. بريکس د نړۍ د نیمایي نفوس استازیتوب کوي او د نړۍ ۲۸٪ اقتصادي ځواک لري. [۱۲] په ۲۰۱۸ زېږديز کې، د دې ډلې نومول شوي جي ډي پي جوړښت شاوخوا ۵۷ ټریلیون امریکایي ډالره وو. [۱۳] [۱۴] [۱۵]

تر ۲۰۲۲ پورې، دا ډله په دې لټه کې وه چې خپل غړیتوب پراخ کړي، او ډېر پرمختللي هېوادونه له هغې سره یوځای کېدو ته لېوالتیا لري. [۱۶] ځينې څيړونکي او شنوونکي د بريکس ستاينه کوي[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰] او ځينې نور يې بياترنيوکو لاندې راولي. [۲۱] [۲۲] [۲۳]

تاریخ

[سمول]

د بريکس په نوم د یوې ډلې د جوړولو مفکوره په ۲۰۰۱ زېږديز کې د پانګونې انسټیټیوټ ګولډمن ساکس لخوا وړاندې شوې وه، ترڅو په راتلونکې نیمه پېړۍ کې د نړۍ د اقتصادي وضعیت او د دې لوړ ځواک اټکل وکړي. جیم اونیل په لومړي ځل د یوې سوداګریزې ورځپاڼې په سرلیک کې د دې ډلې لنډیز وکاراوه. [۲۴] [۲۵] د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۶۱مه غونډه کې د برازیل ، روسیې ، هند او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په دې اړه لومړنۍ خبرې اترې پیل کړې. له دغې سرمشريزې وروسته د بريکس هېوادونو مشرانو په څلورو نورو ډيپلوماتيکو غونډو ( يکاترينبورګ ، ساو پاولو ، جاپان او لندن ) کې د دغې ډلې د جوړېدو د بنسټونو د پياوړتيا په موخه ګډون وکړ. [۲۶]

لومړۍ غونډه

[سمول]

د بريکس ډلې لومړۍ غونډه د ٢٠٠٩ کال د جون په شپاړسمه نېټه د روسيې په يکاترينبورګ ښار کې د برازيل، روسيې، هند او چين د استازو په توګه د لويس اناسيو لولا دا سلوا ، ديميتري ميدويديف ، من موهن سنګ او هو جين تاو په حضور کې تر سره شوه. [۲۷] په دې سرمشريزه کې د بريکس غړو هېوادونو د اقتصادي وضعيت د ښه والي او د نړۍ د مالي نظام د اصلاح پر لارو چارو تمرکز وکړ. دغه راز دواړو هېوادونو له يو بل سره د نږدې پولي او سوداګريزو اړيکو د ټينګښت او د نړۍ په اقتصادي چارو کې د لا اغېزمن رول لوبولو په اړه بحث او د نظريو تبادله وکړه.

د یکاترینبورګ له غونډې وروسته د بریکس هېوادونو مشرانو خبرداری ورکړ چې د نړۍ په مالي سیستم کې باید اصلاحات رامنځته شي څو دا یو ګټور، د باور وړ او باثباته سیستم شي. که څه هم دغه هېوادونه په اوسني پولي سيسټم کې د امريکايي ډالر پر واکمنۍ نيوکه نه کوي (هغه څه چې روسيې پخوا پرې نيوکه کړې وه) خو په دې غونډه کې يې د ډالرو د ارزښت د راټيټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. [۲۸]

بريک سره د سوېلي افریقا يوځای کېدل

[سمول]

سوېلي افریقا په ۲۰۱۰ کال کې د بريک ګروپ د غړیتوب لپاره ډېرې هڅې وکړې. د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۰۱۰ کال د سېپټمبر په ۲۱ په نیویارک کې په یوه غونډه کې د سوېلي افریقا د غړیتوب په اړه موافقه وکړه. د بريکس سرلیک وروسته له هغه بدل شو چې سویلي افریقا د بريکس سره یوځای شوه. د لومړي ځل لپاره د سوېلي افريقا ولسمشر جيکوب زوما د دغه هېواد د استازي په توګه د ۲۰۱۱ کال د اپريل په ۱۴مه نېټه د بريکس په درېيمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. [۲۹] [۳۰] [۳۱]

څلورمه غونډه

[سمول]

د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۲۱ مه په نوي ډیلي کې د بریکس څلورمه سرمشریزه جوړه شوه. له یو بل سره د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی، د اسعارو همکاري، پر اروپا او امریکا د تکیې کمول او د سوېل – سوېل د پراختیایي بانک د جوړولو پلان په دې غونډه کې مطرح شوي موضوعات وو. [۳۲]

پنځه لسمه غونډه

[سمول]
د بریکس هېوادونو د مشرانو ډله يیز انځور
نریندرا مودي او ابراهیم رئیسي د بریکس په ۱۵مه سرمشریزه کې

لاندې هېوادونه د بريکس غړیتوب کې د احتمالي لېوالو په توګه یاد شوي دي:

د سوېلي افریقا ولسمشر د ایران په ګډون د ۶۷ هېوادونو مشرانو ته په دې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه. په دې غونډه کې د سوېلي افریقا ولسمشر سیرل رامافوسا اعلان وکړ چې ارجنټاین ، مصر ، اېتوپیا ، ایران ، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته په دې ډله کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د دغو شپږو هېوادونو بشپړ غړیتوب به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه وروسته اعلان شي. [۳۳] [۳۴]

کلنۍ غونډه

[سمول]

له ۲۰۰۹ زېږديز راهیسې، دې ډلې کلنۍ سرمشریزې ترسره کړې دي، چې غړي هېوادونه یې کوربه توب کوي. د سوېلي افریقا د داخلېدو دمخه، د بریکس دوه سرمشریزې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کې ترسره شوې. د بريکس هېوادونو لومړنۍ غونډه په ۲۰۱۱ کال کې جوړه شوې وه. د بریکس وروستۍ سرمشریزه د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې د سوېلي افریقا په کوربه توب ترسره شوه. [۳۵] [۳۶]

ګڼه تاریخ کوربه هېواد کوربه مشر ځای
۱ ۱۶ جون ۲۰۰۹  روسيه ډمیټري میډویډیف یکاترینبورگ (سواستيانوف کور)
۲ ۱۵اپريل ۲۰۱۰  برازيل لوئیس ایناسیو لولا داسیلوا برازيليا (ولسمشرۍ ماڼۍ)
۳ ۱۴اپريل ۲۰۱۱  چين هوجينتاو سانیا (شرايتون سانيا دمه ځی)
۴ ۲۹ مارچ ۲۰۱۲  هند مانموهان سینگ نوی ډيلی (تاج محل هوټل)
۵ ۲۷–۲۶ مارچ ۲۰۱۳  سوېلي افريقا جیکوب زوما دوربان (د انکوسي البرټ لوتولي نړیوال کنوانسیون مرکز)
۶ ۱۷–۱۴ جون ۲۰۱۴  برازيل دیلما روسف فورتالزا (د کنوانسیون مرکز)
۷ ۹–۸ جون ۲۰۱۵  روسيه ولادیمیر پوتین اوفا (د کانګرس تالار)
۸ ۱۶–۱۵ اکتوبر ۲۰۱۶  هند نريندرا مودي بنولیم (تاج اګزوتيکا)
۹ ۳–۵ سېپتمبر۲۰۱۷  چين شی جین پینگ شيامن (شيامن نړیوال کنوانسیون مرکز
۱۰ ۲۵–۲۷ جون ۲۰۱۸  سوېلي افريقا سيريل رامافوزا ژوهانسبورگ (د سانډټن کنوانسیون مرکز)
۱۱ ۱۳–۱۴نومبر۲۰۱۹  برازيل ژاير بولسونارو برازيليا (ولسمشرۍ ماڼۍ)
۱۲ ۲۳–۲۱ جون ۲۰۲۰ د کرونا له کبله وځنډول شوه)

۱۷نومبر۲۰۲۰ (وېډيويي کنفرانس)
 روسيه ولادیمیر پوتین سينټ پيټرزبورګ
۱۳ ۹ سېپتمبر۲۰۲۱ (وېډيويي کنفرانس)  هند نريندرا مودي نوی ډیلي
۱۴ ۲۳ جون ۲۰۲۲ (وېډيويي کنفرانس)  چين شي جين پينګ پکن
۱۵ ۲۴–۲۲ اګست ۲۰۲۳  سوېلي افريقا سیریل رامافوسا ژوهانسبورګ (د سانډټن کنوانسیون مرکز)
۱۶ اکتوبر ۲۰۲۴  روسيه ولادمیر پوتین کازان

اوسني مشران

[سمول]

غړي هېوادونه

[سمول]
غړي مشر اقتصاد وزير رئیس بانک مرکزی (۲۰۲۱) په هره برخه کې ناخالص توليد

(نومیالی د پیرودلو ځواک برابری)

امریکایي ډالر
۲۰۲۱ د بشري پرمختيا اندازه
 روسيه ولسمشر ولادیمیر پوتین اقتصاد وزير آنتون سیلوانوف سرګي ايګناتيف ۱۴٬۴۰۳ ۳۴٬۸۳۷ ۰٫۸۲۲
 چين ولسمشر شي جين پينګ اقتصاد وزارت لیو کون ژو زايوچيان ۱۳٬۷۲۱ ۲۳٬۳۸۲ ۰٫۷۶۸
 برازيل ولسمشر لولا داسیلوا اقتصاد وزير فرناندو حداد ايلان ګلد فاجن ۹٬۶۷۳ ۱۸٬۶۸۶ ۰٫۷۵۴
 هند لومړی وزير نريندرا مودي اقتصاد وزير نیرمالا سيتارامان داووري سوبارو ۳٬۷۳۶ ۱۳٬۰۳۳ ۰٫۶۳۳
 سوېلي افريقا ولسمشر سیریل رامافوسا اقتصاد وزير انوک ګودوانګا ژيل مارکوس ۶٬۴۸۵ ۱۶٬۰۹۱ ۰٫۷۱۳

هغه هېوادونه چې د غړیتوب لپاره غوښتنه کوي

[سمول]

په دې ډله کې د شته ظرفیت او همدا راز د خپلواکو هېوادونو له خوا د امریکا د بندیزونو د وېرې له امله، یو زیات شمېر خپلواک هېوادونه هم غواړي چې په دې ډله کې شامل شي چې ټولټال شپاړس هېوادونه جوړوي. [۳۷] [۳۸]

لاندې شپږ هېوادونه به په ۲۰۲۴ کې یوځای شي: [۳۹]

لاندې ۱۶ هېوادونو په رسمي ډول د بريکس غړیتوب لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي: [۴۰]

هغه هېوادونه چې د بريکس غړیتوب لېوالتيا لري

[سمول]

اوس مهال، د بريکس مالي جوړښت دوه برخې لري: نوی پراختیایي بانک (NDB) چې د بريکس پراختیایي بانک په نوم هم پېژندل کیږي، او د احتمالي زېرمو تړون (CRA). دواړه سکتورونه په ۲۰۱۴ زېږديز کې د یو تړون په بڼه لاسلیک شوي او په ۲۰۱۵ کې عملي شوي.

مالي جوړښت

[سمول]
د نوي پرمختیایي بانک لوګو
په شانګهای کې د بريکس مرکزي دفتر
نوی پرمختیایي بانک چې په شانګهای کې موقعیت لري.
د نوي پراختیایي بانک د جوړولو تړون او د بریکس غړو هېوادونو لخوا په ۲۰۱۴ کې په برازیل کې د احتياطي پانګې تړون لاسلیک شو.
د نوي پراختیایي بانک د ونډه لرونکو د ونډو مساوي وېش

نوی پراختیایي بانک

[سمول]

نوی پراختیایی بانک [۴۹] یو څو ملي پراختیایی بانک دی چې د بريکس غړو هېوادونو له خوا اداره کیږي. د پور په سکتور کې د دې بانک اصلي تمرکز د زېربنایي پروژو تمویل دی [۵۰] [۵۱] او په دې برخه کې دا په کال کې تر ۳۴ ملیارد ډالرو پورې عمومي تمویل اجازه لري. [۵۱] سوېلي افريقا د افريقا د نوي پراختيايي بانک تر سرليک لاندې د دغه بانک افريقايي استازې ده. [۵۲] دا بانک د ۵۰ ملیارد ډالرو لومړنۍ پانګې سره تاسیس شوی چې د وخت په تېرېدو سره به سل ملیارد ډالرو ته لوړ شي. [۵۳] د پنځو بنسټ اېښودونکو هېوادونو څخه هر یو مکلف و، چې د بانک د جوړولو لپاره ۱۰ ملیارد ډالر چمتو کړي. [۵۲] [۵۳] په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې، دې بانک د نږدې ۱۵ ملیارد ډالرو په ارزښت ۵۳ پروژې په لاس کې لرلې. [۵۴]

د ۲۰۲۱ کال په سېپتمبر کې، یوراګوای، متحده عربي امارات، بنګله دېش او مصر د بريکس د نوي پراختیايي بانک د نوو غړو په توګه ومنل شول. [۵۵]

د زېرمې تړون

[سمول]

د احتمالي زېرمو ترتیب (CRA) یو چوکاټ دی چې د بريکس غړو لخوا تصویب شوی ترڅو د نړیوال مایع فشارونو په وړاندې ځان خوندي کړي. [۵۰] [۵۳] [۵۶] په دې محافظت کې د نورو دندو ترڅنګ د اسعارو فشارونه هم شامل دي چې د نړۍ د اقتصاد له نورو برخو څخه د غړو هېوادونو په ملي اسعارو باندې پلي کیږي. [۵۰] [۵۶] څېړنو ښودلې ده چې مخ پر ودې اقتصادونه چې چټک اقتصادي لیبرالیزیشن یې پیل کړی د زیاتېدونکي بدلونونو سره مخ شوي، چې په پایله کې یې د دوی لوی اقتصادي چاپیریال ناڅرګند دی. [۵۷] کتونکي په عمومي ډول دغه هوښیار چوکاټ د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د سيال په توګه ګڼي او د بريکس نوي پراختیایي بانک (NDB) سره د سوېل - سوېل د همکارۍ د زیاتوالي سمبول په توګه ګوري. [۵۰] دا چوکاټ په ۲۰۱۵ کې د بریکس غړو هېوادونو لخوا رامینځته شوی. د دې قانوني اساس د غړو هېوادونو لخوا د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۱۵ نېټه د بریکس لپاره د موقتي زېرمو د تړون د تاسیس په اړه د تړون تر سرليک لاندې د برازیل په فورتالیزا ښار کې لاسلیک شو. د دغه قرارداد د دایمي کمېټې او سرمشريزې تولنې پرانیستې غونډې د ۲۰۱۵ کال د سېپټمبر په ۴ مه د تورکیې په انقره کې ترسره شوې. [۵۸] دا غونډې د ټولو غړو هېوادونو له تصویب وروسته پیل شوې چې اعلامیه یې د ۲۰۱۵زېږديز کال په جولای کې د بریکس په اوومه سرمشریزه کې خپره شوه.

د بريکس تادياتو سيستم

[سمول]

په روسیه کې د بريکس ۲۰۱۵ په غونډه کې، د بريکس وزیرانو د تادیې سیسټم رامینځته کولو لپاره د مشورې بهیر پیل کړ ترڅو داسې يو سيستم رامنځته کړي چې د سويفټ (د بانکونو ترمنځ د اړيکو نړيواله ټولنه) ځايناستی شي. په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف په یوه مرکه کې وویل: "د بريکس غړو هېوادونو د مالیې وزیران او د مرکزي بانک مدیران خبرې اترې کوي ... ترڅو د تادیاتو خپلواک سیستمونه رامینځته کړي او په خپلو ملي اسعارو کې د حل په لور حرکت ورکړي." سويفټ یا بل څه، چې د نړیوالو څواړخیز تادیاتو سیستم چې هېوادونو ته لا خپلواکي ورکوي د بريکس لپاره یو مشخص تضمین وي. [۵۹]

همدارنګه، د روسیې مرکزي بانک (CBR) د بريکس هېوادونو سره مشورې پیل کړې ترڅو د تادیې سیست رامینځته کړي چې د سويفټ سیسټم بدیل دی. د غور کولو اصلي ګټې د سویفټ سیسټم ناکامۍ په صورت کې بیک اپ او بدیل و. د روسیې د مرکزي بانک مرستیالې اولګا سکوروبوګاتووا په يوه مرکه کې وویل: "یوازېنۍ مسله چې کېدای شي په بريکس کې زموږ د ټولو لپاره په زړه پورې وي، د داسې سیسټم د رامینځته کولو په اړه بحث او خبرې کول دي چې د بريکس غړو لپاره د بیک اپ په توګه عمل وکړي." [۶۰]

چین د سويفټ ځای په ځای کولو لپاره د تادیې سیسټم هم رامینځته کړی. دا د پولې او بین المللي تادیاتو سیسټم (CIPS) دی چې په ټوله نړۍ کې مالي ادارو ته اجازه ورکوي چې په خوندي، معیاري او باوري ډول د مالي لېږد مالومات واستوي او ترلاسه کړي. [۶۱] هند هم د ساختماني مالي پیغام رسولو سیسټم (SFMS) په نوم خپل سیسټم لري. روسیه د مالي پیغام رسولو سیسټم (SPFS) لري او برازیل (PIX) سیسټم لري.

د يو مشترکه ارزښت د جوړولو امکان

[سمول]

ټاکل شوې وه چې د بريکس غړي هېوادونه په سوېلي افریقا کې د ۲۰۲۳ سرمشریزه کې د ګډ اسعارو یا ورته څه رامینځته کولو احتمال په اړه بحث وکړي. [۶۲] د بريکس د کارپوه، ميکاتکيسو کوبايي په وینا، د عادلانه او اسانه بهرنۍ سوداګرۍ ګټې او همدارنګه د راکړې ورکړې په لګښتونو کې لوی کمښت د اسعارو اتحادیې د جوړولو له دلیلونو څخه کېدی شي. [۶۳] "د بريکس مشترکه اسعار به یو څه توپیر ولري،" د سپینې ماڼۍ پخوانی لوړ پوړی سلاکار جوزف سلیوان په امریکایي مجله فارن پالیسي کې لیکلي. ځکه د هغې ټول غړي هېوادونه د لوېدیځ په مشرۍ د نړیوال نظام سیالان دي. "اوس مهال، د جي ډي پي له مخې د دغو هېوادونو وزن نه یوازې د واکمن اقتصادي ځواک يانې متحده ایالاتو، بلکې د اوو هېوادونو ټول ګروپ نه هم لوړ دی." [۶۴] د سلیوان په وینا، بريکس د دې وړتیا لري چې په نړیواله سوداګرۍ کې د ځان بسیا کچه ترلاسه کړي چې نورې پولي اتحادیې لکه یوروزون یې هیله لري. د دې مسلې لامل د غړو هېوادونو جغرافیایی تنوع ده ، کوم چې د ډېرو متنوع توکو او خدماتو تولید ته اجازه ورکوي. [۶۵]

اړوند

[سمول]

د ویزې لغوه کول

[سمول]

د دغې ډلې غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې د بریکس غړو هېوادونو ته د سفر لپاره د ویزو د لغوه کولو قانون پلی کړي.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ ۱٫۱۰ ۱٫۱۱ ۱٫۱۲ ۱٫۱۳ ۱٫۱۴ ۱٫۱۵ ۱٫۱۶ سرچينې تړی: https://www.politico.eu/article/brics-summit-south-africa-six-new-countries-join-alliance/.
  2. ۲٫۰۰ ۲٫۰۱ ۲٫۰۲ ۲٫۰۳ ۲٫۰۴ ۲٫۰۵ ۲٫۰۶ ۲٫۰۷ ۲٫۰۸ ۲٫۰۹ ۲٫۱۰ ۲٫۱۱ ۲٫۱۲ ۲٫۱۳ ۲٫۱۴ ۲٫۱۵ ۲٫۱۶ سرچينې تړی: http://www.brics.utoronto.ca/docs/140715-bank.html.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ سرچينې تړی: https://www.nytimes.com/2023/08/24/world/europe/brics-expansion-xi-lula.html. Retrieved: ۲۴ اگسټ ۲۰۲۳.
  4. "چرا 'بریکس' مهم است؟". بی‌بی‌سی فارسی. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |لاسرسي نېټه= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  5. "دیدار رهبران ارشد اقتصادهای نوظهور در چین". بی‌بی‌سی فارسی. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |لاسرسي نېټه= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  6. "BRICS expansion: five countries join ranks". Africa News. 2 January 2024. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ جنوري ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Iran, UAE, Egypt and Ethiopia join BRICS". The Jerusalem Post | JPost.com (په انګليسي ). 2024-01-03. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ جنوري ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Oliver Stuenkel (2020). The BRICS and the Future of Global Order (چاپ 2). Lexington Books. مخونه 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7391-9321-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "BRICS expansion: five countries join ranks". Africa News. 2 January 2024. خونديځ د اصلي څخه ۰۴ جنوري ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. (په 30 November 2023 باندې). Argentina Won’t Join the BRICS Bloc Under Milei, Adviser Says. Bloomberg.
  11. El Dahan, Maha; Zhdannikov, Dmitry (January 18, 2024). "Exclusive: Saudi Arabia still considering BRICS membership, sources say". Reuters. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ فبروري ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه March 23, 2024. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "گروه بریکس خواهان نقش بیش‌تری برای خود شد". یورونیوز فارسی. د اصلي لينک څخه خوندي شوی دی |archive-url= اړتيا لـ |url= (لارښود) نېټه؛ ۱۹ جون ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |لاسرسي نېټه=, |archive-date= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  13. "گروه بریکس خواهان نقش بیش‌تری برای خود شد". یورونیوز فارسی. د اصلي لينک څخه خوندي شوی دی |archive-url= اړتيا لـ |url= (لارښود) نېټه؛ ۱۹ جون ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |لاسرسي نېټه=, |archive-date= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  14. "Report for Selected Countries and Subjects". IMF (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Amid BRICS' rise and 'Arab Spring', a new global order forms" Archived 20 October 2011 at the Wayback Machine..
  16. (په 2022-11-07 باندې). Brazil-Russia-India-China-South Africa BRICS bloc grows with U.S. left out.
  17. "Brics a force for world peace, says China". Business Day. 8 August 2012. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۳. لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Khadija Patel (3 April 2012). "Brics summit exposes the high wall between India and China". Daily Maverick. Archived from the original on ۰۲ اپرېل ۲۰۱۲. لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۳ – په وسيله Asia Times. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: ناسم تړی (link)
  19. "ILO head praises BRICS countries' commitment to social dialogue" (په انګليسي ). ILO. 2018-08-03. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Wolff, Richard D. (3 October 2022). "BRICS: the powerful global alliance". canadiandimension.com (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Maitra, Sumantra (18 April 2013). "BRICS – India is the biggest loser". USINPAC. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په 15 February 2023 باندې). BRIC Nationalism Is No Alternative.
  23. (په 24 August 2023 باندې). Brics is now a motley crew of failing states.
  24. "About BRICS". د اصلي لينک څخه خوندي شوی دی |archive-url= اړتيا لـ |url= (لارښود) نېټه؛ ۱ اپريل ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |archivedate= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  25. "دیدار رهبران ارشد اقتصادهای نوظهور در چین". بی‌بی‌سی فارسی. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |لاسرسي نېټه= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  26. "First BRIC summit. Yekaterinburg, June 2009". د اصلي لينک څخه خوندي شوی دی |archive-url= اړتيا لـ |url= (لارښود) نېټه؛ ۶ مارچ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  27. "Statement of the BRIC Countries Leaders". د اصلي لينک څخه خوندي شوی دی |archive-url= اړتيا لـ |url= (لارښود) نېټه؛ ۱۲ اپريل ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |archivedate= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  28. کينډۍ:ويکيسرچينه
  29. کينډۍ:ويکيسرچينه
  30. "SExpansion of BRIC into BRICS". د اصلي لينک څخه خوندي شوی دی |archive-url= اړتيا لـ |url= (لارښود) نېټه؛ ۱ اپريل ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |archivedate= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  31. "South Africa joins BRIC as full member". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  32. "رهبران 'کشورهای بریکس' بانک توسعه تأسیس می‌کنند". بی‌بی‌سی فارسی. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |لاسرسي نېټه= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  33. Shweta, Sharma (2023-08-24). "Brics countries agree major expansion as six countries invited to join". The Independent (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. (په 2023-08-24 باندې). BRICS welcomes new members in push to reshuffle world order.
  35. samit-to-be-held-in-China-check-date-place-and-other-details/articleshow/92271827.cms "چهاردهمین اجلاس BRICS در چین: بررسی تاریخ، مکان و سایر جزئیات" تحقق من قيمة |url= (لارښود). The Economic Times. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  36. "شی چین میژبه اجلاس مجازی رهبران بریکس در 23 جون - شین هوا". Reuters. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  37. "ولسمشر آفریقای جنوبی: ۶ کشور از جمله ایران به بریکس اضافه می‌شوند". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  38. "بریکس چیست و چه اهمیتی دارد؟ چرا ایران می‌خواهد عضو بریکس شود؟". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  39. (په 2023-08-24 باندې). The BRICS Group Announces New Members, Expanding Its Reach. The New York Times.
  40. "South Africa: 8 Arab countries request to join BRICS". Middle East Monitor. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  41. (په 24 April 2023 باندې). BRICS Draws Membership Bids From 19 Nations Before Summit.
  42. (په 30 April 2023 باندې). Five Arab states plus Iran among 19 nations ready to join BRICS. The Cradle.
  43. . Belarus says it has applied to join BRICS club - Russian RIA agency.
  44. (په 20 June 2023 باندې). Bangladesh Formally Applies To Join BRICS. Archived 21 June 2023 at the Wayback Machine.
  45. (په June 2023 باندې). Wang Yi Chairs Dialogue of Foreign Ministers between BRICS and Emerging Markets and Developing Countries.
  46. (په June 2023 باندې). Wang Yi Chairs Dialogue of Foreign Ministers between BRICS and Emerging Markets and Developing Countries.
  47. (په June 2023 باندې). Kazakhstan Seeks to Join BRICS and Enhance Trade and Economic Cooperation.
  48. (په June 2023 باندې). Angola: Foreign minister warns of challenges to join BRICS.
  49. "IndiaSnaps.com is for sale". HugeDomains. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود); |access-date= اړتيا لـ |url= (لارښود)
  50. ۵۰٫۰ ۵۰٫۱ ۵۰٫۲ ۵۰٫۳ . What the new bank of BRICS is all about.
  51. ۵۱٫۰ ۵۱٫۱ . New BRICS Bank a Building Block of Alternative World Order.
  52. ۵۲٫۰ ۵۲٫۱ . BRICS countries launch $100 billion developmental bank, currency pool.
  53. ۵۳٫۰ ۵۳٫۱ ۵۳٫۲ . BRICS Bank ready for launch – Russian Finance Minister.
  54. "History". New Development Bank (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  55. . BRICS development bank admits UAE, Bangladesh, Uruguay as new members.
  56. ۵۶٫۰ ۵۶٫۱ . BRICS currency fund to protect members from volatility – Russia's top banker.
  57. Biziwick, Mayamiko; Cattaneo, Nicolette; Fryer, David (2015). "The rationale for and potential role of the BRICS Contingent Reserve Arrangement". South African Journal of International Affairs. 22 (3): 307–324. doi:10.1080/10220461.2015.1069208. S2CID 153695521. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  58. On the BRICS Contingent Reserve Arrangement (CRA) Governing Council and Standing Committee inaugural meetings Archived 2 October 2016 at the Wayback Machine. 4 September 2015.
  59. "DMPQ- BRICS payment system". 27 May 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۲۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  60. (په 1 June 2015 باندې). Russia offers to discuss BRICS prototype of SWIFT global system.
  61. (په 9 March 2015 باندې). Exclusive: China's international payments system ready, could launch by end-2015 – sources.
  62. "BRICS to discuss common currency plan during the summit, says South African Foreign Minister". cnbctv18.com (په انګليسي ). 2023-05-10. لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  63. "Common Currency on Agenda for South African BRICS Summit". VOA (په انګليسي ). 12 May 2023. لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  64. Sullivan, Joseph W. (24 April 2023). "A BRICS Currency Could Shake the Dollar's Dominance". Foreign Policy (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  65. Mott, Filip De. "The dollar's dominance would face a threat unlike any other from a BRICS currency, former White House economist says". Markets Insider (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)